• ښه راغلاست

President H.E. Hamid Karzai
ولسمشر
جلالتماب حامد کرزی
بیوگرافي/پېژندنه

د افغانستان اسلامی جمهوریت، د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت

- - د هوايي ډگر برخه -


د کابل هوایی ډگر ۲۰۰۴ عکس د آیسلنډ

موږ خوښ یو چې  مساپرو، سوداگرو، چارواکو او نورو ته په هوایي ډگر کې  د بیلا بیلو اړوندو موضوعاتو په  اړه  د  افغانستان د هوایي ډگرونو دغې پراخېدونکې  ویب پاڼې له لارې  معلومات او لارښوونه  ورکړو.

د ملکي هوايي چلند سکټور د افغانستان د بیا رغاونې په ټولیزو  هڅو  کې  مرکزي ځای لري.  د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت  خپلو نړیوالو ملگرو او  مرسته کوونکو سره د افغانستان د هوایي  فضا د بیا رغاونې، تنظیم او سمبالولو لپاره کار کوي.

دا بهیر به له امنیت سره د مرستې نړیوال ځواک (ایساف) څخه  د افغان حکومت د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت  ته  د هوايي فضا د ادارې او مسؤلیت د لیږدولو سبب شي.

موږ هڅه کوو چې د هوایي ډگر اړوند هغه معلومات چې کېدی شی زموږ کتونکو لپاره  گټور وي  په خپل وخت  پر دغې  ویب پاڼې خپاره کړو. موږ ستاسې  تبصرو ته هرکلی وایو.