
د افغانستان اسلامی جمهوریت، د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت
نه مسؤلیت
د افغانستان ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ، اداره او کار کوونکي او هر وگړى او حقوقي شخصيت يې، هر نړيوال سازمان، عامه او نيمه عامه او خصوصي اداري شخصيتونه چې په هر ډول يې د ملکي هوايي چلند معلوماتو يا نورو اړوندو معلوماتو او اسنادو په چمتو کولو، ترتيبولو يا خپرولو کې ونډه اخيستې وي په دې توگه له هر ډول مسوليت څخه چې گډون کوونکو ته د برابرو شوو دغو معلوماتو له ناوړې، ناسمې يا تقلبي کارونې راپورته کيږي ځان خلاص اعلانوي.
سربېره پر دې نه د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت او نه هم د هغه کوم کارکونکى د دغه ډول ناوړه، ناسمې يا تقلبي کارونې له امله د رامنځته کېدونکي مالي تاوان يا کومې بلې پايلې مسوليت لري. پر دې سربېره، د ملکي هوايي چلند او ترانسپورت وزارت دا حق لري چې هر ډول قانوني چلند چې لازم يې وگڼي پيل کړي.
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د ملکي هوايي چلند د معلوماتو گډون کوونکو او کارونکو ته ژمنه کوي چې هغه معلومات چې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت يې د خپلو معيارونو او د خپلې خپلواکې خوښې له مخې نامناسب گڼي افشا کړي.
د ملکي هوايي چلند وزارت له معلوماتو گټه اخيستل او د هغو کارول به په دې مانا وي چې دنه مسوليت پورتني شرايط په بشپړه توگه منل شوې ده.
د محرميت وينا
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ستاسې د خصوصي معلوماتو په اړه خپلې دندې جدي گڼي.
د محرميت تگلاره هغه لارې چارې ټاکې چې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ستاسې له خصوصي معلوماتو سره د www.motca.gov.af. له لارې چلند کوي. د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د معلوماتو د خوندي ساتلو د قانون له مخې د معلوماتو د کنترولونکي په توگه ثبت دی. هر ډول خصوصي معلومات چې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت يې راغونډوي د معلوماتو د خوندي ساتلو په اړه د تطبيق وړ قوانينو له مخې کارول کيږي.
هغه معلومات چې موږ يې د وېب پاڼې له لارې تر لاسه کوو او کارو، که چېرې تاسې د ويب پاڼې د کارولو په لړ کې خپل خصوصي معلومات راکړئ، موږ به يې د ترلاسه کولو پر مهال د هغو د کارولو د څرنگوالي په اړه تاسې ته خبر درکړو.
د وېب پاڼې د اصلاح کولو او د کارونکو تجربې ته په پام سره موږ به همدا راز ځېنې معلومات د احصايوي شننو په مقصد وکاروو. خو کله چې دا کار کوو، موږ د معلوماتو د ورکونکي نوم نه څرگندو چې ونه پېژندل شي.
ټول خصوصي معلومات په يوۀ خوندي چاپېريال کې ساتل کيږي.
کوکيز
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ستاسې له خوا د وېب پاڼې د کارولو په اړه معلومات د کوکيز په مټ راغونډوي.
کله چې تاسې وېب پاڼې ته ورننوځئ، ستاسې کمپيوټر ته به په اتوماتيکه توگه يو کوکي (cookie) ورکړل شي. "کوکی" يو وړوکى متنى فايل دى چې ستاسې کمپيوټر زموږ سرور ته ورپېژني. پخپله کوکيز انفرادى کارونکى نه پېژني، يوازې هغه کمپيوتر پېژني چې کارول کېږي.
د تراسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت "کوکیز" د وېب پاڼې هغه برخې ثبوي چې ستاسې کمپيوټر ورغلى او دا چې د څومره وخت لپاره او کوم ډول کارونه پر وېب پاڼې تر سره شوي. موږ دا کار د دې لپاره کوو چې پوه شو د وېب پاڼې کومې برخې د خلکو ډېرې خوښيږي، او دغه راز ستاسې تجربه اصلاح شي، د بېلگې په توگه هغه کوکيز چې موږ د پاپ اپ او د پاڼې پر مخ د بلې پاڼې د بيا بيا راڅرگندېدو د مخنيوي لپاره کاروو.
سر بېره پر دې موږ غواړو تاسې خبر کړو چې د "دریم اړخ" کوکيز له دې سره سره چې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت څخه بهر وي، پر وېب پاڼې کارول کيږي او کېدى شي د دې لپاره وکارول شي چې ويب پاڼې څخه له وتلو وروسته د کارونکي انترنېټي کړنې معلومې شي. د "دریم اړخ" کوکيز معمولا د اوږده وخت لپاره پاتې کېږي ځکه کله چې يو کارونکي هغې پاڼې ته چې هماغه يا هغو ته ورته کوکيز پرې فعال وي ورننوځي، نو دا کوکيز "راټوليږي" او "تازه کېږي".
تاسې د کوکيزو منلو ته اړ نه ياست. تاسې کولاى شئ خپل کمپيوټر داسې عيار کړئ چې ټول کوکيز ومني او يا د کوکيز د خپرېدو پر مهال تاسې ته خبر درکړي، يا دا چې هېڅکله کوکيز درنشي. څرگنده ده چې ورستى انتخاب په دې مانا دى چې تاسې لپاره به د وېب پاڼې په کارولو کې نيمگړتياوې رامنځته شي او د وېب پاڼې د کارولو ځېنې اړخونه به ځانته ځانگړي نشئ کړى.
نورو وېب پاڼو ته لينکونه
د محرميت دا تگلاره يوازې دغې وېب پاڼې پورې اړه لري او پر نورو ويب پاڼو چې ښايي د دغې وېب پاڼې له لارې ورشئ نه تطبيقيږي.
موږ هيلمن يو چې دا خبره درته روښانه شوې وي، خو د محرميت د تگلارې په اړه ستاسې پوښتنو او نظريو ته هرکلى وايو. لطفا خپل برېښناليک د تماس پاڼې ته راولېږئ.
د تخنيکي دلاليلو له مخې، له تاسو غوښتنه کېږى چې خپلې تبصرې او څرگندونې په انگليسى ژبه وليکئ. مننه
